!ضروري خبرتيا
په اوسلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت ټولو مراجعينو ته خبر ورکول کېږي چې ددغه سفارت پرسونل (یو تن کارکونکی) د کوویډ۱۹(کرونا) ټسټ مثبت ارزول شوی، نو له دې کبله ددغه څانګې ټول قونسلی خدمات به په لنډمهاله توګه د ۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر له ۳ – ۱۴ نیټی ځنډول کېږي.
خپل او د نورو د روغتیا خوندي کولو لپاره ، مهرباني وکړئ د ناروې شاهي هیواد د روغتیا پروتوکولونه او مقررات په جدي توګه تعقیب او د غیر ضروري سفر او غونډو څخه مخنیوی دډه وکړئ.